ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۵/۳۰ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_کابل کې د ۳۴۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د بګراميو- لته بند سړک د لومړۍ برخې جوړولو کار پيل شو.

۲_افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار روان دی.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_ویډیو: د حماس اسلامي غورځنګ نظامي څانګې کتائب القسام د (د سنوار د وینو انتقام) په عنوان، د صهيونيستي اسرائیلي پوځیانو په ضد د هغو عملیاتو او کمین ویډیو خپره کړې چې د رفح ښار په لویدیځ الجنینة کلي کې یې ترسره کړي.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_تيرو ۴۸ ساعتونو کې تحرير الشام د سوريې مهمې سيمې نيولې دي.

۲_حوثي وسله‌والو عرب سمندرګي کې د امریکا باروړونکې او جنګي بېړۍ په نښه کړي.

۳_د افريقا په ګينه‌ کې د فوټبال لوبې په سر شخړه کې شاوخوا سل کسان وژل شوي.

۴_ترکیې ته د عراقچي سفر؛ ټاکل شوې سوریه کې پر وروستي وضعیت له ترک چارواکو سره خبرې وکړي.

۵_القاعدې غورځنګ سوريه کې د تحرير الشام وروستي عمليات تائيد کړي او د بریا مبارکي یې ورکړې.

۶_ویډیو: د سوریې په حلب ښار کې د بشار الاسد د پلار حافظ الاسد یوه بله مجسمه هم ونړول شوه، په ټولنيزو رسنيو کې په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې یو تن د حافظ الاسد ولاړه مجسمه له پورته ځایه ښکته غورځوي.

۷_د سوريې هوايي ځواکونو د ياد هېواد په ادلب کې د جبهة النصر په مېشت ځايونو بمبارد کړی.

۸_د سوریې په ادلب ښار د سوريې او روسیې د هوايي ځواک د بمبارۍ دوام؛ تازه د روسیې هوايي ځواک په ياد ښار پراخ هوايي بريدونه ترسره کړي.

۹_د عراق حشد الشعبي او فاطمیون لواء، د ایران د ملاتړ لرونکي ملېشو سره په ګډه د بشار الاسد د رژیم د مرستې لپاره تېره شپه له عراق څخه سوریې ته تللي.

۱۰_آیت‌الله سیغاني: د فاطمیون جګړه په سوریه کې جهاد نه دی او د افغانستان په زیان ده.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version