ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۶/۱ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_کندهار کې د يوه کور د چت پرېوتو‌ پېښه کې درې خويندې مړې شوي.

۲_هېچا ته په ناقانونه توګه د کانونو د استخراج اجازه نه ورکوو.

۳_ګيزاب ولسوالۍ کې د وسلو يوه مهمه ډيپو کشف او ترلاسه شوې.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_لبنان کې د جګړې د بیا پیل وېره؛ اسرائیلو او د لبنان حزب الله پر یو او بل بریدونه کړي.

۲_تحرير الشام: موږ د چا لپاره خطر نه يو بلکې، د بشارالاسد له ظالم رژيم څخه خپل خلک ژغورو.

۳_د القاعدې غورځنک پوځي څانګې «بوروکینیا» کې پر حکومتي ملېشو برید کړی.

۴_د لبنان حکومت د اسرائیلو او حزب الله تر منځ د څه باندې یو کلنې جګړې د زیانونو ارقام خپاره کړل.

۵_سوريه کې د بشار الاسد حکومت او پوځ له لوري په عامو سوريايي وګړو شوي ظلمونه.

۶_د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې کتائب القسام ځواکونه له تېرو ۴۲۲ ورځو را په دېخوا د صهیونیستي اسرائیلو په وړاندې غزه کې د ملکي خلکو د دفاع لپاره په جګړه بوخت دي.

۷_د سوریې د حماة‌ ښار شمال کې د صوران سيمه د تحرير الشام ځواکونو له لوري نيول شوې، د ټولنيزو رسنيو له لارې په يوې نشر شوي ويډيو کې ښکاري چې ياد ځواکونه د دې سيمې د نيولو په اړه معلومات ورکوي.

۸_د ګرجستان په پلازمېنه تبليسي کې په پنځمه ورځ هم د حکومت پر ضد لاريونونه روان دي.

۹_د سوريې د ډیموکراټ ګوند ځواکونه په دير الزور ښار کې د بشارالاسد او د ايران له ملاتړ څخه برخمنو ملېشو پر وړانې جګړه پیل کړې.

۱۰_د تحرير الشام سرتيرو د سوريې حکومت او د بشار الاسد د رژيم کارمندان نيولي.

۱۱_د سوریې د حماة په شمال کې د الغاب میدان ته نږدې د العامقیة ښارګوټی د تحريرالشام ځواکونو لاسته ولوېد، او په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دي.

۱۲_د تحرير الشام سرتيري په حلب کې د برښنا پايې او لاينونه جوړوي، د تحريرالشام په لاس د حلب د نيول کېدو لا يوه اونۍ نه پوره کيږي خو؛ دوی هغه سرکونه او عام المنفعه ځايونه بيرته جوړوي چې په جګړو کې وران شوي.

۱۳_د تحريرالشام ځواکونو ستر کاروان د سوریې د ستر ښار حماة‌ په دروازه کې.

۱۴_سوریه کې د تحریرالشام ځواکونه خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړی او د بشار الاسد له رژیم څخه یې ګڼ شمېر زرهي ټانکونه نیولي.

۱۵_د بشار الاسد رژیم پر وړاندې د تحریر الشام ځواکونو عملیات دوام لري؛ په ټولنيزو رسنيو کې نشر شوي ویډیو کې د دغو ځواکونو له خوا نیول شوي پوځي وسایط ښودل کېږي.

۱۶_په دیر الزور کې د داعش او ایراني ملیشو ترمنځ د تازه شخړو راپورونه ورکړل شوي دي؛ دغه جګړې په هغه سیمه کې شدت اخیستی چې د فرات د سیند په شاوخوا کې موقعیت لري، او دواړه ډلې د سیمې د کنټرول لپاره په جګړه بوختې دي.

په ویډیو کې د دغو ځواکونو له خوا یو شمېر نیول شوي زرهي ټانکونه ښودل کېږي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version