ورځ او نېټه: جمعه ۱۴۴۶/۶/۴ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_‏د سالنګونو لویې لارې اصلي مسیر به په راتلونکو ۲۰ ورځو کې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_د جنوبي کوريا د پارلمان غړو د ولسمشر سوک يول د استيضاح طرحه پارلمان ته وړاندې کړه.

۲_ټاکل شوې د فرانسې صدراعظم ميشل بارنيه نن رسماً استعفا ورکړي.

۳_القاعدې غورځنګ سوماليا کې د يوه افسر په ګډون لس تنه حکومتي مليشې وژلې دي.

۴_مقتدی الصدر: د سوریې په روان حالت کې د مداخلې هیڅ ډول پلان نه‌لرو.

۵_چين سوريه کې له خپلو مېشتو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له ياد هېواد ووځي.

۶_چینایي چارواکو له چین څخه امریکا ته د ۱۳ قلمه صادراتي توکو پر صادارتو بندیز لګولی.

۷_جیش العدل سازمان سوريه کې د تحرير الشام غورځنګ پرمختګونه ستایلي او د بریا مبارکي یې ورکړې.

۸_«محمد» په برېتانیا کې په نوي زیږېدلو ماشومانو ډېر ایښودل شوی نوم اعلان شو.

۹_په سوریه کې د جګړې د لوریو ترمنځ د ځمکني وېش وروستۍ نقشه.

۱۰_سوریه کې د تحریر الشام ځواکونو چټک پرمختګ؛ د سوریې بل مهم ښار رستن یې هم ونیوه.

۱۱_د تحریر الشام غورځنګ له ‌خوا د حمص ښار د نیولو لپاره د عملیاتو د پیلولو اعلان، د یاد ښار ځیني اوسېدونکي اندېښمن کړي او هڅه کوي چې له دغه ښار څخه ژر تر ژره و وځي.

۱۲_په سوریه کې د «رستن» پوځي اکاډمي د تحرير الشام د سرتېرو لاسونو ته ولوېده.

۱۳_ابو محمد الجولاني د عراق د حکومت له مشر څخه په یوه پیغام کې غوښتنه کړې چې د حشد الشعبي ځواکونه، چې د عراق یو پوځي ډله ده، په سوریه کې له مداخلې څخه منع کړي.

۱۴_سوریه کې د تحریر الشام ځواکونو چټک پرمختګ؛ بل مهم ښار تلبیسه یې هم ونیوه.

۱۵_د سوریې پلازمېنه دمشق کې د سوریې د راډيو تلويزون په ارپاتمان کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

۱۶_سوریه کې د نا کرارۍ څپې د دغه هېواد تر پلازمېنې دمشق هم ورسېدلې؛ د ټولنيزو رسنيو له لارې په نشر شوي ویډیو کې د دغه هېواد په پلازمېنه دمشق کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي خو لا هم د ډزو د لامل په اړه وروستي معلومات نه‌دي وړاندې شوي.

۱۷_د سوریې په درعا ښار کې د تحریر الشام ځواکونو له‌خوا د بشار الاسد د رژیم یو شمېر جنګیالي ژوندي نیول شوي.

۱۸_تحرير الشام ځواکونو د سوريې او اردن تر منځ د «درعا» سرحدي يا صفري سیمه او نقطه د بشارالاسد له رژیم څخه ونیوله او د درعا سیمې ته داخلېږي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version