ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۶/۶/۱۳ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د مشرتابه په حکم هېواد کې د بدو رواجونو د مخنيوي کړنلاره تصويب شوه.

۲_تېرو اتو میاشتو کې ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

۳_اوبو او انرژۍ وزارت ننګرهار کې د کامې پر بند د پانګونې هوکړه ليک لاسليک کړ.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د ترکستان ایغوري مسلمانانو چين کې د ازادۍ د جګړې خبرداری ورکړی.
  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د غزې ۹۶ سلنه ماشومان احساس کوي چې مړينه یې نژدې ده.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_بورکینیا کې د القاعدې غورځنګ پوځي څانګې دوه تنه دولتي پوځیان وژلي.

۲_د اوکراین پوځ په کرسک سیمه کې ۴۰ زره پوځیان له لاسه ورکړي.

۳_د چيچنيا په ګروزني ښار د اوکراين بې پیلوټه ډرون الوتکې بريد کړی، او ويډيو کې ليدل کېږي چې چاودېدونکې ډرون د ښار په منځ کې رالوېږي.

۴_پر سوریې د اسرائیلي رژیم د هوایي بریدونو دوام؛ تازه یې پوځي مرکزونه او د وسلو زېرمې په نښه کړي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version