د پاکستاني طالبانو غورځنګ له رسنیز ادرس څخه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې، نن غرمه مهال د دغه غورځنګ وسله‌والو ځواکونو د مومند ایجنسۍ «خوېزو باېزو» سیمه کې پر سپین‌سر پوستې برید کړی چې په ترڅ کې یې دوه «ترمل» امنیتي کمرې ویجاړې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د یاد غورځنګ وسله‌والو ځواکونو د وزیرستان په شکتوۍ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر ماین منفجر کړی چې په ترڅ کې یې یو شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

د پاکستان امنیتې ادارې تر دې مهاله د دغو بریدونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version