ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۹/۵ ھ ق.

– [ ] افغانستان:
۱_ننګرهار کې په بشپړ او جدي ډول د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز ولګېد.

۲_تورخم کې نن شاوخوا ۱۲ بجې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ يو ځل بيا نښته شوې.

۳_د حکومت د مشرتابه په حکم د جوماتونو د برېښنا لګښت معاف شو.

۴_د پاکستان پرځای ښه بديل؛ د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې.

– [ ] مینځنی ختیځ:
۱_د عربي هېوادونو مشرانو د غزې بیا رغونې لپاره د مصر طرحه تصویب کړه.

۲_احمد الشرع: د فلسطیني وګړو د جبري شړلو هڅې، د ټولې عربي نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی.

– [ ] نړۍ:
۱_ترکيې او انګلستان د سوريې په اړه په يو شمېر مهمو موضوعاتو بحث کړی.

۲_سوريه کې د يهودي ټولنې مشر: اسرائيل بايد د سوریې له هغو سيمو ووځي چې د اسد رژيم له ړنګېدو وروسته یې لاندې کړي.

۳_ټرمپ: زيلېنسکي بايد د رسنيو او کامرو په مخکې رانه بښنه وغواړي.

۴_ټرمپ: امریکا به د پاناما کانال کنټرول بېرته ترلاسه کړي.

۵_امریکا د یمن حوثي وسله‌واله ډله د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامله کړه.

۶_د لبنان د عربي اسلامي شورا عمومي مشر محمد علي الحسيني: د حزب الله مشر حسن نصرالله اسرائيل نه بلکې امريکا وژلی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version