د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، هېواد یې د نورستان د خونړيو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ په موخه د خوراکي توکو او خېمو د مرستې يوه جوپه د افغانستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ته سپارلې ده.
نوموړي ويلي، چې هند په دې سخت وخت کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ او هر ډول مرستې ته چمتو دی.
ياده دې وي، چې تر هند وړاندې ګڼو نورو هېوادونو هم د نورستان د خونړي سيلاب اړوند له افغانستان سره خواخوږي څرګنده او د مرستو ډاډ یې ورکړی.


