د نورستان ولايت مقام وايي چې د ياد ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د یوه روغتیایي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د خبرپاڼې پر بنسټ د نورستان سرپرست والي زین العابدین عابد د یاد مرکز د بنسټ ایښودلو په مراسمو کې ویلي چې د نورګرام ولسوالۍ ناروغانو د روغتیايي مرکز د نشتون له امله لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر کوي او ډېرو ستونزو سره مخ دي خو د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو به یې ستونزې کمې او ناروغانو ته به اسانتیاوې برابرې شي.

ورته وخت کې د دغه ولايت د عامې روغتیا رییس سعید الله نعماني ویلي، چې دغه بشپړ روغتیايي مرکز پر دوه جریبه ځمکه کې (یو ان اچ سي ار)په مالي ملاتړ د ٣٦٠ زره ډالرو په لګښت جوړېږي، چې ٢٤ خونې به ولري.

وروستي درې کلونه لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي خدماتو رسولو ته ځانګړې پاملرنه شوې او په ډېری لرې پرتو ولسواليو کې سلګونه روغتايي مرکزونه جوړ او خلک یې له خدماتو برخمن شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version