د نیوکاراګوای حکومت د جمعې په ورځ د اسرائیلو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پرې کولو اعلان وکړ او د اسرائیل حکومت یې”فاشیست او نسل وژونکی” وباله.

د نیوکاراګوا د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا پرېکړه د فلسطین په خاورو د اسرائیل بریدونو په غبرګون کې شوې ده.

د مرکزي امریکا په لویې وچې کې پروت ددې هیواد کانګرس د جمعې په ورځ په یو پرېکړه لیک کې د حکومت څخه ددې پرېکړې کولو غوښتنه په همدې ورځ کړې وه چې په غزې د اسرائیل د تېري کولو یو کال پوره کېږي.

د نیوکاراګوای حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې د اسرائیل جګړه تر غزې وروسته لبنان ته هم خپره شوې او د یمن، ایران او سوریې لپاره هم جدي خطر پېښوي.

د نیوکاراګوای جمهور رئیس دانیال اورتیګا چې کین اړخی دی، په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو یو تر ټولو سخت منتقد دی.

د ښاغلي اورتیګا میرمن، روزاریو موریلو چې د جمهور رئیس مرستیاله هم ده، مطبوعاتو ته یې ویلي چې د هیواد جمهور رئیس د اسرائیل سره د اړیکو پرې کولو امر کړی.

اسرائیل په نیوکاراګوای کې سفیر نه لري او د اړیکو پرې کولو پرېکړه یې هم تر ډېره حده سمبولیکه ده، ځکه چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې تقریباً په نشتون کې راځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version