لیکوال: عادل افغان

نړیوال بانک د افغانستان په تړاو په خپل نوي راپور کې ویلي چې د دغه هېواد اقتصادي لرلید روښانه نه برېښي او تر ۲۰۲۵ کال پورې په افغانستان کې د اقتصادي رکود خطر موجود دی.

په راپور کې دغه راز راغلي، چې په تېرې دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اقتصاد ۲۶ سلنه د انفلاسیون شاهد و او اټکل کېږي چې د خصوصي سکټور په برخه کې ستونزې او د نړیوال ملاتړ کموالی به په دغه هېواد کې د هر ډول اقتصادي ودې مخه ډپ کړي.

نړیوال بانک دغه راز ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو په زوره ایستل به په افغانستان کې اقتصادي وضعیت لا پسې ترینګلی کړي.

د افغانستان په اړه د نړیوال بانک دغه راپور هم په نورو برخو کې په اصطلاح د نړیوالو ادارو په څېر تل پر خیالي شمېرو، اټکلونو، له ځمکنیو واقعیتونو سره پر ټکر او په ټوله کې پر ناکره او هوايي دلایلو ولاړ وي.

نړیوال بانک پرته له دې چې په افغانستان کې په تېرو نږدې دوو کلونو کې له هر ډول نړیوال ملاتړ پرته د اسلامي امارت په شتون کې اقتصادي لاسته راوړنې په پرانیستو سترګو وګوري، پر داسې څه راپورونه خپروي چې له ځمکني حقیقت او واقعیت سره لوی واټن لري.

د نړیوال بانک دغه راپور له سره تر پایه له تناقضاتو، خیالي شمېرو، اټکلونو، کمزورو دلایلو او ناسمو معلوماتو ډک دی. دلته یې زه یوازې څو عمده ټکي راوړم، چې له حقیقتونو څومره لېرې دي.

لومړی دا چې د تېر ۲۰۲۳ کال په پيل کې همدا بانک خپل راپور خپور کړ او پکې یې د افغانستان اقتصادي وده او ثبات مثبت ارزولی و او په دې برخه کې یې د مهمو لاسته راوړنو خبره کړې، اوس نو د یو کال په تېرېدو پرته دې چې په افغانستان کې په کومه برخه کې کوم لوی تحول راغلی وي، دا شمېرې ولې معکوسې او د تېر راپور خلاف شوې؟ دویم، ایا د تېرو ۲۰۲۳ کال په څېر د افغانستان په سوداګرۍ کې کموالی راغلی؟ ایا په عوایدو کې کموالی راغلی؟ ایا له سیمې او نړۍ سره په سوداګریزې راکړې ورکړې کې څه کم شوي؟ ایا حکومت په دې نه دی توانېدلی چې د خپلو مامورینو تنخواګانې پر وخت ورکړي؟ ایا افغانۍ خپل ثبات له لاسه ورکړی؟ که حقیقت او واقعیت ته هم راشو، دا پورته شاخصونه ټول د پخوا او آن تېر کال په پرتله مثبت لور ته تللي دي.

له نړۍ سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه د تېر په پرتله ډېره شوې، عواید د تېر کال په پرتله لا ډېر دقیق او په شفافیت سره راټولېږي، تر دې چې هره اداره په ربعوار او کلني ډول خپل ټول عواید اعلانوي او د تېر کال څه چې د تېرو میاشتو په پرتله پکې د پام وړ زیاتوالی ښکاري.

حکومت پر خپل وخت او منظمه توګه نږدې یو میلیون مامورینو ته تنخواګانې ورکوي، د افغانۍ ثبات د بهرنیو اسعارو په مقابل کې خپل ځای ساتلی او ان زموږ کرنسي د سیمې تر ډېرو هېوادونو مخکې ده.

خصوصي سکټور ته هره ورځ شرایط اسانه کېږي، د دوی مالیې ورته راکمې شوي، پر داخلي تولیداتو ټکسونه کم شوي، خصوصي سکټور ته امنیت برابر شوی، د چابهار په څېر لوی بندرونه تر پخوا ډېر فعاله شوي، افغانستان اوس پر دې توانېدلی چې د رېل پټلۍ له لارې خپل تولیدات او صادرات ان تر اروپايي او امریکايي مارکېټ پورې ورسوي.

په هېواد کې له هر ډول بهرنۍ مرستې پرته خپله بودجه پر وخت تنظمېږي او لګول کېږي، د عادي بودجې ترڅنګ په انکشافي بودجه کې ډېروالی راغلی، د کانونو استخراج پیل شوی، په مالي او بانکي سیستم کې د پخوا په پرتله شفافیت لا ډېر شوی، د قوش تېپې کانال، سالنګونو، د کابل کندهار لویې لارې او دغه راز په هېواد کې د اوبو بندونو په څېر لسګونه او سلګونه لویې او کوچنۍ پروژې پیل شوې دي، چې چارې یې لا هم روانې دي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو قیمتونو د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په پرتله څو برابره ارزانه دي، خصوصي سکټور ته د پخوا په پرتله د پانګونې په برخه کې شرایط د پام وړ اسانه شوي او هره ورځ کوچنۍ، منځنۍ او لویې هټۍ د ډېرو په حال کې دي، له نړۍ سره سوداګري په پراخېدو ده، نو دا اقتصادي رکود چېرې دی؟ دا نړیوال بانک نو خپل راپور په کوم اساس چمتو کړی؟ ایا له پورتینو مواردو دوی نه دي خبر؟ حقیقت دا دی چې نړیوال بانک له پورته ټولو پرمختګونو ښه خبر دی، خو اصلي خبره دا ده چې دغه راپور ته تر ډېره سیاسي رنګ ورکړل شوی، په حقیقت پکې سترګې پټې شوي او دا ځل د امارت او افغانانونو مخالفینو او غربي دښمنانو هڅه کړې چې له دې اړخه هم فشار وارد کړي، د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي او په دې سره د اوسنی نظام لا پسې تخریب کړي.

سمه ده چې په افغانستان کې ستونزې شته، بېکاري پکې شته، خلک ښايي د پرمختللو هېوادونو په څېر امکاناتو او خدماتو ته لاسرسی ونه لري، خو موږ یو ځلې هم د تېرې ادارې وخت ته سر ورښکاره کړو، بیا به دا ټول پرمختګونه د زړه په سترګو ووینو، هغه مهال به افغانستان ته هر کال میلیاردونه ډالر راتلل او سل او زر کیسې نورې وې، خو دوی آن پر دې نه توانېدل چې خپلو مامورینو ته تنخواګانې ورکړي.

دغه راز دا هم باید له یاده ونه باسو چې موږ تازه له جګړې راوتلی هېواد یو، نړۍ راباندې ظالمانه بندیزونه لګولي، زموږ ملي شتمني یې قبضه کړې، د سوداګر او تجار د پیسو د لېږد مخه مو نیول کېږي او په دې ډول ډېر نور امتیازات دي چې د نړۍ متکبر ځواک ترې محروم کړي یو، خو د دې ټولو با وجود نه یوازې دا چې د تېرو کلونو په پرتله اوسمهال په وضعیت کې یو، بلکې د لا ډېر پرمختګ او ودې لپاره ګامونه اخلو.

ستونزې به وي، خنډونه به وي، منفي تبلیغات به وي، زموږ د بدنامۍ هڅې به وي، خو موږ به یې یوه ته هم سر ټيټ نه کړو او په هسکه غاړه به مخ پر وړاندې روان یو، هغه ورځ به هم راشي چې په اقتصادي لحاظ به نه یوازې دا چې د اسیا بلکې د ټولې نړۍ یو پیاوړی اقتصاد یو، ځکه موږ د دغه کار لپاره اوس هم قوي هوډ لرو او هم مخ پر ودې روان یو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version