د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنگ سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې د افغانستان او چین تر منځ پر دوه اړخیزو سياسي، اقتصادي او فرهنگي همکاریو او وروستيو سیمه‌يیزو پرمختگونو خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اسلامي امارت د سوداگرۍ او پانگونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځ ته کړي.

چین ته د انارو او ځڼغوزیو د صادراتو لوړېدل او د مس عینک، واخان دهلېز او ځینو نورو برخو کې د پانگونې په برخه کې پرمختگونه د اسلامي امارت د یادې تگلارې ښکاره بېلگې دي.

په خبرپاڼه کې د چین سفیر ژاو شېنگ له قوله ویل شوي، چې چین هڅه کوي په اقتصادي برخه کې لا زیات چینايي پانگه‌وال وهڅوي تر څو په افغانستان کې د اوږدمهاله همکارۍ په نیت پانگونه وکړي.:«دوی د واخان په موضوع کې د دوه اړخیزې همکارۍ په څرنگوالي او امکاناتو باندې غور کوي او هڅه کوي چې له یادې لارې افغان حکومت سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.»

په دغه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختگونه ایجابوي چې افغانستان او چین په پوره همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي تر څو دواړه هېوادونه وتوانېږي چې خپلې گډې گټې په ښه ډول خوندي کړای شي.اوسمهال افغانستان او چین ښې اړیکې لري او دغه اړیکې د سفارتونو تر کچې رسېدلي دي.

چین په افغانستان کې د مس عینک، د تېلو او کانونو په استخراج او گڼو نورو برخو کې پانگونه کړې او تمه شته چې چینايي پانگه‌وال به نورو برخو کې هم پانگونې ته زړه ښه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version