پاکستاني رسنیو د دې هېوادو د اړوندو ادارو له قوله خبر ورکړی، چې پرون جمعه زرګونه تنه، د جل وهلو له امله روغتونونو ته لېږدول شوي دي خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
له پاکستان څخه داسې مهال د جل وهلو راپورونه خپاره کېږي، چې د دغه هېواد په ځینو برخو کې د هوا درجه پنځوس سانتي ګرېډو ته لوړه شوې ده.
د پاکستان د اقلیمي بدلون د ادارې مشرې “رومینه اسلم” رسنیو ته ویلي، پرون څلورمه ورځ وه، چې په پاکستان کې سخته ګرمي وه او اټکل دا دی، چې یوه بله اوونۍ هم دوام وکړي.
د پاکستان د اقلیمي بدلون ادارې د معلوماتو پر اساس په پاکستان کې به نن د هوا د تودوخې درجه ۵۱ سانټي ګرېډو ته لوړه شي؛ د تودوخې لوړې درجې تر ډېره سند ایالت اغېزمن کړی دی.
د پاکستان حکومت د زیاتې ګرمۍ او د حرارت د درجې د زیاتوالي له امله د شاو خوا ۲۶ میلیونه زده کوونکو پرمخ ښوونځي هم تړلې دي او د دوی ازموینې یې ځنډولې دي.
رسنیو ویلي، چې پاکستان حکومت په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.