Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د هرات ـ غور سړک د جوړولو چارې پیل شوې
    افغانستان

    د هرات ـ غور سړک د جوړولو چارې پیل شوې

    صابر افغانصابر افغان29 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د هرات ـ غور سړک د جوړولو چارې پیل کړې.

    له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هرات ـ غور سړک د چارو په پیلېدو مراسمو ته گڼ دولتي مسوولین هم راغلي وو.

    ښاغلي بردار وویل، د ترانسپورت سکتور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو، یاد سکتور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی، چې د پراختیا او اساسي جوړونې په موخه یې له گاونډیو او سیمې هېوادونو سره پرله‌پسې مجلسونه دوام لري.: «د اسلامي امارت په راتگ سره عملاً د لویو لارو د بیارغونې کارونه پيل شوي چې له جملې یې دا دی نن د هرات – غور سړک د عملي چارو پرانیسته کوو. دغه سړک د افغانستان له مهمو ملي او لویو پروژو څخه دی، چې د ځمکني ترانسپورت له لارې هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردگ ولایتونه له کابل سره نښلوي.»

    نوموړي وویل، د دغه ترانسپورتي دهلېز په مسیر کې د مالگې او مرمر ډبرو کانونه هم شته چې بشپړېدل به یې د سوداگرۍ د پراختیا او سیمه‌ییز ترانزیټ په برخه کې مهم رول ولوبوي.

    ښاغلي برادر د غور ولایت ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت شته امکاناتو ته په کتو هڅه کوي چې په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پیل کړي.

    د هرات ـ غور سړک د جوړولو چارې داسې مهال پیلېږي، چې له پرون راهیسې په هرات کې د پاشدان بند او د درې مهمو تولیدي کارخونو پرانیسته هم وشوه.

    مخکینۍ مقالهد صنعت او سوداگرۍ مرستیال وزیر: ټولې حکومتي ادارې له کورنیو تولیداتو څخه کار اخلي
    راتلونکي مقاله یو امریکایي کابل کې د شر و فساد د چاودنې دروغ افشا کړل

    مربوطه لیکنې

    د اقتصادي کمېسیون غونډه کې ۱۲ پروژې منظورې او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق لارښوونه وشوه

    3 مې 2026

    د بدخشان-تخار لویه لار د سېلابونو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې

    3 مې 2026

    د افغانستان او ناروې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

    2 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 3 مې 2026

    د اقتصادي کمېسیون غونډه کې ۱۲ پروژې منظورې او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق لارښوونه وشوه

    ‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د اقتصادي کمېسیون په وروستۍ ناسته کې ۱۲پروژې…

    د بدخشان-تخار لویه لار د سېلابونو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې

    3 مې 2026

    له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد پر بیا پیل خبرې شوي

    3 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اقتصادي کمېسیون غونډه کې ۱۲ پروژې منظورې او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق لارښوونه وشوه

    3 مې 2026

    د بدخشان-تخار لویه لار د سېلابونو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې

    3 مې 2026

    له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد پر بیا پیل خبرې شوي

    3 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،196 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.