په ګران افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د یرغلګرو قوتونو له ماتې او د دوی د داخلي لاسپوڅو له تېښتې وروسته، شرایطو ته په کتو د اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د خلکو او خصوصاً ځوانانو د فکر، نظریې او روان څخه د دفاع په موخه د یوه مضبوط سنګر د رامنځته کولو په موخه د څو ویښو او مخلصو ځوانانو لخوا د هندوکش غږ په نوم خپلواکه ویب پاڼه پرلیکه شوه.

له دې ځایه به د افغانستان د مسلمان ولس دښمنان؛ لکه د دوشنبې ګروپ (مقاومت جبهه) د واشنګټن ګروپ (متحده جبهه) د مشهد ګروپ (د اسماعیل خان جبهه) او د پاریس ګروپ (آزادۍ جبهه) مستقیماً په نښه کېږي. د دوی له جاسوسي، بې عزتۍ، خیانتونو، جنایتونو، فسادونو او اصلي څېرو به پرده پورته کېږي.

هندوکش غږ غواړي؛ ترڅو افغان مسلمان ولس او په ځانګړي ډول ځوان نسل چې تر ډېره له مطبوعاتو متأثره دي، د اسلام او افغانستان د دښمنانو او استخباراتي ګروپونو له پلانونو، دسیسو، توطئو او شومو موخو محفوظ او مصؤن پاتې شي.

د انګلیسي سایټ لینک:
https://hindukushen.com/

ایکس لینک:
https://x.com/V_Hindukush?s=09

واټساپ چینل لینک:
https://whatsapp.com/channel/0029VawiraRGehEOuDfg3a3D

ټیلګرام چینل لینک:
https://t.me/V_hindukush

فسبوک پاڼې لینک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=61571445205194&mibextid=ZbWKwL

یوټیوب لینک:
https://www.youtube.com/@Hindukush_0

ځواب پریږدئ

Exit mobile version