د هېواد د بهرنیو چارو وزی مولوي امیر خان متقي نن (چهارشنبه، د زمري ۲۹مه) کابل کې له خپل چینایي سیال وانګ‌یي سره کتلي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې کتنه کې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ په گڼو برخو کې د دوو اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.

ښاغلي متقي په خپلو خبرو کې د افغانستان او چين دوې اړخيزې اړيکې مخ پر وده وبللې او چين يې د افغانستان ښه سوداگريز شريک وباله چې په کلني ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه يو ميليارد ډالرو ته رسېږي.

نوموړي وړاندې د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې خپل عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین الحکومتي کمیسیونونه ګډ کار وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version