د هند امنیتي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د مهماتو په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله ۸ کسان وژل شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دا پېښه پرون په مهاراشترا ایالت کې شوې ده، چې د چاودنې په پایله کې اووه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د رويټرز د راپور له مخې د هند د ټرانسپورت وزیر نیټين ګاډکاري د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې چاودنه ډیره زوروره وه، دا لومړنۍ شمېرې دي او ښايي مرګ ژوبله تر دې لوړه شي.

د يادونې ده چې د چاودنې له امله د فابریکې چت راپورېوتی او د دې پېښې لامل او څرنګوالی لا نه دی معلوم شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version