د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سېلابونو د راوتلو او سختو بادونو اټکل کړی دی.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې سبا پنج شنبه د جوزا په ۱۷ مه په بدخشان، تخار، بغلان، سمنگان، بامیان، میدان وردک، خوست، پکتیا، لوگر، لغمان، ننگرهار، کاپیسا، پنجشیر، پروان، نورستان، کنړ او کابل ولایتونو او سالنګونو کې د باران، سیلابونو د راوتلو بادونو د لګېدو شاهدان وي.
دغه ریاست په بېلابېلو برخو کې د ۱۵ او ۴۵ ملی مترو تر منځ د باران اندازه اټکل کړې ده.
په خبر پاڼه کې همداراز راغلي، چې په جنوبي، غربي او مرکزي ولایتونو او سالنګونو کې به سخت بادونه وي، د بادونو اندازه به په مختلفو سیمو کې د ۵۰ نه تر ۸۰ کیلو متره پر ساعت وي.