د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د اتیایمې غونډې په څنډه کې د نهو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره له جګړې وروسته د غزې د راتلونکې په تړاو خبرې وکړې.
د راپورونو لهمخې، په دې ناسته کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان مشرانو ګډون کړی وو.
ویل شوي، ټرمپ په دې ناسته کې هغه طرحه وړاندې کړه، چې موخه یې، له غزې څخه د صهیونیستي عسکرو وتل او سیمهییزو هېوادونو ګډو ځواکونو ته د غزې د امنیت سپارل دي.