د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، افغانستان د لویو نړیوالو پانګونو د جذب لپاره چمتو دی او د سعودي عربستان د نفت او ګازو یوه شرکت سره نوی تړون یې د اقتصاد لپاره مثبت پرمختګ بللی دی.
خلیلزاد ویلي، دغه تړون ښيي چې افغانستان د سوداګرۍ او پراخو پانګونو لپاره د لا ډېر چمتووالي په حال کې دی.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان په خپله هم د پام وړ طبیعي زیرمې لري چې د سیمې او نړیوالو بازارونو اړتیاوې پوره کولی شي او په دې سره د اقتصادي ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کېدای شي.


