د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په تخار، هرات، سمنگان، خوست، غزني او نورستان کې ۲۵ تنه د غلاوو، وژنې، دوکې، جوارگرۍ او نورو جرمونو په تړاو نیولي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تخار کې اته تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، هرات کې اووه تنه مسلکي او وسله‌وال غله، څلور جوارگر په سمنگان، درې تنه د کورني محرمو اسناد د پټولو او یو تن د غلا په تړاو په خوست او دوه غله په غزني او نورستان کې نیول شوي دي.

همدارنگه د یاد وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل کې بیا ۴۳ تنه د نشه‌يي توکو د پلور، لېږد او استعمال په تړاو نیولي دي.

یاد کسان په خوست، پروان، بغلان، غزني، نیمروز، سمنگان او فراه ولایتونو کې د نشه‌یي توکو د خرڅلاو، استعمال او لېږد په تړاو نیول شوي دي. د نیول شوو کسانو څخه، ۹ کیلو گرامه تریاک، دوه کیلو گرامه چرس، نږدې دوه زره عدده ټابلېټ کا گولۍ او یوه اندازه شیشه لاسته راغلې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه‌يي توکو د کښت، استعمال، لېږد او پلور پر وړاندې یې مبارزه چټکه کړې ده او نږدې هره ورځ د نشه‌يي توکو په تړاو گڼ کسان نیول کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version