د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر خلیل‌الرحمن حقاني د پوهنې له چارسمبالي وزیر حبیب الله اغا سره لیدلي دي او د کډوالو او راستنېدونکو زده‌کوونکو په شته ستونزو یې ورسره خبرې کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د دواړو وزارتونو ترمنځ پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې وشوې.: «د کډوالو په ښارگوټو کې د ښوونځیو جوړولو، د کډوالو زده‌کوونکو لپاره د لازیاتو ښوونیزو اسانتیاوو په برابرولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې.»

د خبرپاڼې له مخې، د دواړو لورو ترمنځ د ستونزو پر حل، گډو همکاریو او په راتلونکي کې د ورته غونډو په دوام ټینگار شوی دی.

له پرو سږکال راهیسې له ایران او پاکستان څخه نږدې هره اوونۍ زرگونه کورنۍ راستنېږي، چې په دې کورنیو زرگونه ماشومان هم شته. د پوهنې وزارت وايي، هڅه کوي چې راستنېدونکو زده‌کوونکو لپاره اسانتیاوې ډېرې کړې او په هغو ټولگیو کې یې کېنوي چې په کومو کې چې زده‌کړې ترې نیمايي کې پاتې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version