یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان په پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې د تندر لوېدو په وروستیو پېښو کې د مړو شويو کسانو شمېر ۲۶ ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنیو د چارواکو له قوله راپورنه خپاره کړي، چې د تندر لوېدو له امله ۲۱ کسان په پنجاب ایالت او ۵ نور په بلوچستان ایالت کې مړه شوي دي.

رسنیو ویلي، چې په پاکستان کې په یوه ورځ د تندر لوېدو پېښو کې د دومره کسانو وژل کېدل بې ساري دي.

د چارواکو په خبره په یادو سیمو کې تر نیم ساعت سخت باران وروسته په بېلابېلو سیمو کې تندرونه لوېدلي او ترڅنګ یې سیلابونه هم راوتلي دي.

د یادولو وړ ده، چې پاکستان کې د هوا پېژندنې ادارې روانه اونۍ د سختو اورښتونو وړاندوینه هم کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version