یو شمېر سیاسي شنونکو او رسنیزو فعالینو د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.


له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په کابل کې مېشتو یو شمېر سیاسي شنونکو او رسنیزو فعالینو د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره لیدلي او په گڼو موضوعاتو یې نظرونه شریک کړي دي.


په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کتنه کې یادو سیاسي شنونکو له اسلامي امارت څخه ملاتړ، خپل دیني مسوولیت یاد کړ او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.


د سیاسي شنونکو په استازولۍ عبدالشکور دادرس ویلي، افغان سیاسي مبصرین د دیني ارزښتونو او ملي گټو په رڼا کې د روانو چارو او سیاسي مسئایلو په اړه خپل نظرونه له ولس سره شریکوي.:«که څه هم د حکومت له‌خوا په لویه کچه له دوی سره د اړیکو او همکارۍ فضا‌ء شته، خو اړتیا ده چې د لاښه فعالیت او اغېزمنتیا په موخه یو واحد ادرس رامنځ ته شي، څو د سیاسي شنونکو او حکومتي ادارو د همغږۍ سبب شي.»


په خبرپاڼه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير له قوله ویل شوي، چې اسلامي امارت د رسنیو په گډون له ټولو افغان شنونکو ملاتړ کوي او د نظام د تقویت او چارو د اصلاح لپاره د هغوی سالمې نیوکې او نظرونه په ورین تندي اوري.


که څه هم پر طالبانو یوه نیوکه دا کېږي، چې د بیان ازادي یې له منځه وړې، خو اوس د تلوېزونونو په گردي مېزونو کې یو شمېر مبصرین ښکاره نیوکې کوي او یا خپل وړاندیزونه له حکومتي ادرسونو سره شریکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version