په افغانستان کې د جمهوري رژیم له پرځېدو وروسته، هغه سیاسیون چې په غلاوو، قتلونو، فساد، فحشا او پردۍ پالنه کې مشهور وو او لاسونه يې د پردیو د ګټو لپاره د خپل ملت په وینو سره وو، له هېواد څخه تر اشغالګرو مخکې وتښتېدل؛ لږ وخت وروسته بیا د قدرت او زورواکۍ تندې واخیستل، په انلاین ډول یې تر مختلفو نومونو لاندې ډلې ټپلې اعلان کړې او یو ځل بیا یې د نړۍ بازار ته د خپل پلور قېمت وړاندې کړ؛ اوس یې نږدې پنځم کال دی، چې څوک يې اخیستلو ته زړه نه ښه کوي او نه یې هم د بایلل شوي باور د بیا اعادې هڅه کوي.
د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر پخوانیو چارواکو ویلي، چې په پاکستان، اسرائيلو او اروپايي هېوادونو کې د یو شمېر اشخاصو او جبهاتو، لکه اسرائیل کې د ظریفه غفاري او اروپا او پاکستان کې د بېلابېلو مخالفو جبهاتو ناستې اصلاً له استخباراتي رابطانو سره دي او د «ښځو حقونه» د دغو فعالیتونو لپاره یوه بهانه ده. دلته باید بحث احساساتي نه، بلکې دقیق او تحلیلي وي، خو د مخالفینو د ناستو ماهیت ښکاره استخباراتي رنګ لري؛ ځای، وخت او د ګډونوالو اړیکې، دا ښيي چې موضوع یوازې مدني یا ټولنیزه نه ده، بلکې د پردې تر شا نور ډېر څه هم شته. د ښځو حقونه، یووالی او ورته نور نومونه او عنوانونه تر ډېره د دوی له خوا د مشروعیت جوړولو د وسیلې په توګه استفاده کېږي، ترڅو اصلي اهدف پټ وساتل شي.
د ولس غوښتنې ډېرې روښانه او ساده دي؛ اسلامي او ملي ارزښتونه، امنیت، عدالت، کار او د هېواد خپلواکي د دې ولس غوښتنې دي. ولس د څو تښتېدلو پخوانیو چارواکو د قدرت لوبو ته نه دی ناست، بلکې عملي بدلونونه تجربه کوي، په تشو وعدو او شعارونو باندې نه غولېږي. هر څوک چې د ولس له اساسي اړتیاوو تېرېږي او یوازې د څوکۍ او ګټو خوندي کولو سیاست لوبوي، د ولس استازیتوب نه شي کولی. همدا وجه ده، چې د ولس او افغان حکومت د مخالفو ډلو ترمنځ فاصله ورځ تر بلې لا ډېره شوې.
د مخالفو ډلو د ناستو اصلي اجنډا د ولس غوښتنې نه دي. دا ناستې د سیاسيونو او مخالفو ډلو د فعال ښودنې لپاره دي، چې ترڅنګ یې غواړي پخواني قدرت ته بیا را ستانه شي، د بهرنیو هېوادونو ملاتړ راجلب کړي او ځان د بدیل په توګه مطرح کړي، همدا راز هڅه کوي نړیوال ذهنیت داسې جوړ شي چې ګواکې دوی د خلکو واقعي استازي دي، حال دا چې په افغان ولس کې منفور شوي او هیڅکله استازیتوب نشي ترې کولی.
د مخالفو ډلو اهداف واضح دي، دوی د ولس په وینو څوکۍ، نفوذ او امتیازات غواړي. ارمان یې هماغه پخوانی ژوند دی، چې د جمهوریت له پرځېدو سره یې له لاسه وتلی، ځکه خو کله چې د هېواد پر وړاندې فشار، تجاوز یا ملي مسایل راپورته شي، دوی یا چوپ وي یا داسې دریځ نیسي چې د ولس له احساساتو سره په ښکاره ډول په ټکر کې وي. د دوی ناستې هم د ولس د ستونزو پر حل نه، بلکې د شخصي او ګوندي سیاست د دوام لپاره دي، خو هڅه کوي دا ناستې په نوې بڼه او د نویو شعارونو تر سیوري لاندې څرګندې کړي.
د مخالفینو ناستې چې له استخباراتي حلقو سره تړلې دي، نو بیا د ولس د استازیتوب ادعا هم هېڅ معنی نه لري. دا ډول فعالیتونه د ملي ګټو د تأمین پر ځای د بهرنیو محاسبو برخه ګرځي. همدې ته په کتو، مخالف جریانونه د ولس د غوښتنو نه، بلکې د بهرنیو طرحو د تطبیق وسیلې دي. غواړي ځان مطرح او بهرنی ملاتړ جلب کړي. د همدې لپاره هر ځل موضوعات داسې انتخابېږي چې نړیوال حساسیت راپاروي، نه دا چې د افغان ولس واقعي ستونزې حل کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
