د حماس غورځنګ پوځي څانګې “القسام” د یمن حوثي ځواکونو مشر ته په یوه پیغام کې ویلي، چې د فلسطین او یمن دښمن یو دی، جګړه یې ګډه ده او له دوی سره یوه خندق کې ولاړ دي.

همداراز یې د یمن له ولسي ملاتړ او د حوثیانو له پوځي اقداماتو مننه کړې، چې د غزې له محاصره‌ شویو خلکو سره یې ملاتړ څرګند کړی دی.

دا پیغام په داسې حال کې ورکړل شوی، چې اسرائیل پر غزې پراخ بریدونه کړي او حوثیانو هم د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره د اسرائیل پر ضد د بریدونو اعلان کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version