الجزيرې راپور ورکړی، چې د سوریې استخباراتي ادارې د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د پخواني رژيم د مشر بشار الاسد د تره زوی وسیم الاسد نیولی دی.
سرچينې د ياد هېواد کورنیو چارو وزارت د يوه بيان له قوله ویلي، چې وسیم الاسد د نشهيي توکو له مهمو قاچاقبرانو څخه ګڼل کېږي او د پخواني رژیم پر مهال یې په څو جنایي قضیو کې هم لاس درلود.
ياده دې وي، چې سوريه کې پخواني واکمن د بشارالاسد رژيم ټوله کورنۍ د سوریې او نړۍ په کچه د نشه يي توکو د قاچاق په کاروبار کې ښکېله وه.