عربي رسنیو د فاکس نیوز په حواله راپور ورکړی، چې د ایران وروستي پاچا زوی رضا پهلوي، د امریکا کانګرس له غړو سره لیدنې پیل کړې دي، څو د ایران نظام بدلون په صورت کې د انتقال مرحلې سناریوګانې وڅېړي.
سرچينه وايي، دا بحثونه د دې لپاره دي چې که د ایران ستر مشر خامنهاي له واکه لرې شي، نو راتلونکی وضعیت به څنګه وي.
رضا پهلوي، اوسمهال په امریکا کې ژوند کوي، له اسرائیل سره نږدې اړیکې لري او د ایران اوسني نظام سرسخت مخالف دی.
هغه په دې وروستیو کې له ایراني ولس غوښتي، چې د نظام پر ضد پاڅون وکړي.