رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ د یوه اجرايويي فرمان په لاسلیکولو سره ویلي، هغه نړیوال زده کړیالان به له امریکا وباسي چې دغه هېواد کې یې د فلسطین په ملاتړ لاریونونو کې ګډون کړی وي.
راپور زياتوي چې ټرمپ په دې فرمان کې د ياد حکم هدف د یهود ضد نظریاتو ځپل بللي.
ټرمپ دغه راز په فرمان کې د امریکا له عدلیې وزارت غوښتي چې، دغه برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.