په وروستیو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت له لوړېدو وروسته نن د کابل په بازارونو کې د ډالرو د ارزښت د لوېدو شاهدان وو. د ډالرو ننۍ پېر ۷۴.۳۰ او پلور یې ۷۴.۶۰ ته رارسېدلی دی.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو دا کمښت د سرپرست حکومت له لورې د ارزي بازار د کنټرول او د خپل سرو نرخونو د مخنیوي لپاره د شویو اقداماتو په پایله کې رامنځته شوی.

په وروستیو ورځو کې، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت په چټکۍ سره لوړ شو، چې د خلکو او سوداګرو ترمنځ یې اندېښنې راپورته کړې. دې ته په غبرګون کې، سرپرست حکومت د بازار د بې ثباتۍ د محدودولو او د تبادلې نرخ ثبات لپاره ګامونه پورته کړل چې ورسره د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت د پام وړ ټيټ شو.

د اقتصادي چارو کارپوهان، پر دې باور دي چې د سرپرست حکومت کنټرولي سیاستونو او د بهرنیو اسعارو په پېر او پلور کې د محدودیتونو رامنځته کول د بازار د بې ثباتۍ په کمولو کې د پام وړ رول لوبولی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version