د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د صهيونيستي اسرائیلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره په يوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې پلان لري له غزې څخه فلسطيني وګړي وباسي او ياده سيمه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د ټرمپ دې غير مسؤلانه خبرو ته د حماس غورځنګ په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو او سياسيونو توند غبرګون وښوده او د ټرمپ دا پلان یې ښکاره تېری بللی.
د سوريې د بهرنيو چارو وزير «اسعد حسن الشيباني» د ټرمپ د خبرو په ځواب کې ويلي، له غزې څخه په زور د خلکو اېستل د هغوی هيلې وژل دي او د سيمې د بې ثباتۍ لامل کيږي.
د دې غبرګونونو په لړ کې د انګلستان د بهرنيو چارو وزیر «ډېوېډ لامي» ويلي، موږ بايد په غزه کې د فلسطينيانو اوسېدل يقيني کړو.
بل لور ته د هسپانیې د بهرنيو چارو وزير «خوزه مانوئل البارس» د ټرمپ د خبرو په ځواب کې ويلي، په دې اړه زموږ موقف واضح او ښکاره دی، غزه د فلسطينيانو خاوره او ځمکه ده او هغوی بايد هلته مېشت وي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې «انالنا بئربوک» بيا ويلي د غزې تړانګه او شرقي قدس د فلسطينیانو ځمکه او خاوره ده.
امریکايي دیموکرات سناتور «کریس میرفي» بيا د ټرمپ له لوري غزې ته د خپل پوځ د لېږلو په غبرګون کې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، «ټرمپ خپل عقل په بشپړ ډول بایللی دی، د امریکا لخوا د غزې یرغل به زرګونه امریکایي عسکر ووژني او د لسګونو کلونو لپاره به د منځني ختیځ جګړې ته دوام ورکړي، د ټرمپ خبرې د یوې بې کاره ټوکې په څېر دي».