د المرصاد نشراتي ادارې د راپور له مخې، افغان ځانګړو ځواکونو د هېواد په شمال کې د یو لړ بریالیو عملیاتو په ترڅ کې د داعش یوه مهمه ډله ځپلې او غړي یې ترې ژوندي نیولي.

المرصاد د خپلو باخبره سرچینو له قوله لیکلي:«ځانګړو ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې په تخار، کندز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې د داعش ډلې پر ضد عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ټول غړي له مهماتو سره یوځای نیول شوي دي.»

المرصاد زیاتوي:«د داعش د نیول شوې ډلې وروستی برید په تخار کې په چینایي وګړي برید و، چې په پایله کې یې چینایي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړی و.»

د المرصاد د راپور له مخې:«د دې شبکې فعالیت د ځینو استخباراتي لوریو د هغې ستراتیژۍ یوه برخه وه، چې غوښتل یې د افغانستان په شمال کې ځیني پېښې ترسره او د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې راولاړې کړي.»

المرصاد په خپل راپور کې ویلي:«د پاکستان په بلوچستان کې د داعش ډلې مرکزونه شتون لري چې په‌کې د یو شمېر اروپایي او اسیاسي هېوادونو وګړي هم روزل کېږي، که مخه یې ونه نیول شوي، نورو هېوادونو کې به هم بریدونه ترسره کړي.»

المرصاد په ورته وخت کې د ځانګړو ځواکونو له خوا د یوه جنایي بانډ د غړو د نیول کېدو خبر هم ورکړی او ویلي یې دې چې دې بانډ به تخار ولایت کې په انسان تښتونه او نورو جنایي جرمونو کې لاس درلود.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version