د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، روانه اوونۍ د پاکستان پوځي رژیم له زندانونو ۵۲۷ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي.
د یادو کسانو له ډلې ۴۸۷ تنه د تورخم او ۴۰ تنه د کندهار سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د مسئولینو په خبره، یاد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان پوځي رژیم په زندانونو کې بندیان وو.
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې راستانه شوي کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
