د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره، تر خپل کنټرول او نفوذ لاندې سیمو کې د ملکي او نظامي ادارو لپاره اداري تشکیل معرفي کړی.
یاد غورځنګ د دېره اسماعیل خان ولایت لپاره د والي په توګه ثاقب ګنډاپور، د استخباراتو د رئیس په توګه سعد، د یاد ولایت د اقتصاد رئیس په توګه فیصل، د معارف رئیس په توګه مولوي سنګر، د دعوت او ارشاد رئیس په توګه مفتي شهاب الدین او د دغه ولایت د قطعې د مشر په توګه زاهد ګنډاپور ټاکلي دي.
پاکستاني طالبانو غورځنګ په نویو ټاکنو کې د جنوبي وزیرستان ولایت لپاره ابوطلحه د والي، مولوي اخلاص یار د استخباراتو د مشر، عاجز د اقتصاد رئیس، مولوي حامد د دعوت او ارشاد رئیس او مولوي کاشف د پوهنې د رئیس په توګه ټاکلي دي.
یاد غورځنګ د شمالي وزیرستان لپاره د والي په توګه بلال فاروقي، د استخباراتو د مشر په توګه اصف د ملکي او پوځي ادارو لپاره یو شمېر نور چارواکې معرفي کړي دي.
د پاکستاني طالبانو غورځنګ د اعلامیې له مخې، په تازه ټاکنو کې د بنو ولایت لپاره، مولانا صفدر د والي، قاري صفدر د استخباراتو د مشر، یاسر د اقتصاد رئیس او مولوي سلمان د معارف رئیس په توګه ټاکل شوي دي.
د یاد غورځنګ له خوا مولوي سیف الله مروت د لکي مروت ولایت د والي په توګه، مولوي مسرور د ټانګ ولایت لپاره د والي په توګه او ښاغلی عمر عزام د کرک ولایت د والي په توګه ټاکل شوي دي.