له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ نښان ویشتونکو ځواکونو تېره ورځ د جنوبي وزیرستان په انګور اډې سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی.

د سرچینې په وینا، په دغه برید کې دوه پوځیان ځای پر ځای وژل شوي او دوه نور مرګوني ټپیان شوي دي.

د پاکستان محلي حکومتي چاروکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو ځایي سرچینې وایي، جنوبي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو دغه ډول بریدونه معمول ګرځېدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version