د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دغه هېواد د مشرانو جرګې په غونډه کې ویلي، چې هند نه شي کولای د اندوس د اوبو تړون په یو اړخیز ډول لغوه کړي.
اسحاق ډار له پاکستان سره د نورو هېوادونو ملاتړ ته په اشارې زیاته کړې، چې چین، ترکيه او نړيواله ټولنه د پاکستان ترڅنګ ولاړ دي.
دغه پاکستاني لوړ پوړ چارواکي دغه راز هند ته خبرداری ورکړی، چې د لوټې ځواب به په تيږه ورکوي.