د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، پاکستاني رژيم په تېره پوځ مشر عاصم منير او شهباز شريف ته په اشارې توندې نيوکې کړي او په وينا یې د ویلو لپاره ډېر څه شته؛ خو احتياط کوي او نه غواړي چې حالات نور هم کړکېچن شي.
نوموړي زياته کړې، چې اوسمهال پاکستان هېڅ روښانه پالیسي نه لري او بادشاهي او دیکتاتوري نظام واکمن دی.
هغه زياته کړې «ټولې پرېکړې یواځې یو کس کوي، نه پارلمان شته، نه شورا شته، او نه هم د مشورې کوم نظام موجود دی. چا ته چې یې زړه وي، هماغه دښمن اعلانوي، او چا ته چې یې خوښه وي، هماغه دوست معرفي کوي؛ دا ټول د دوی اختیار دی.»
د نوموړي په خبره پاکستاني وګړو ټول عمر هندوستان ته دښمن ویل؛ خو پاکستاني رژيم اوس افغانستان ته د دښمن خطاب پیل کړی دی.
هغه همدا راز رژيم ته خبرداری ورکړی، چې د هندوستان په وړاندې ښايي ټول ولس په یوه صف کې ودرېږي؛ خو د افغانستان په اړه بیا ټول هېوادوال په یوه دریځ نه دي.
