د فبروري پر ۲۱مه، د شپې ناوخته د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو پر څو سیمو د پاکستاني پوځي رژیم له خوا هوایي بریدونه ترسره شول او د دغه هېواد جنایتکاره څېره بیا ښکاره شوه، هغه څېره چې د ښه ګاونډیتوب ټول اصول یې تر پښو لاندې کړي او له ښو سربېره بد کوي. د دې بریدونو له امله ښځې، ماشومان او سپین‌ ږیري په ډېره بې ‌رحمانه توګه شهیدان او ټپیان شول، هغه ملکي افراد چې نه یې له کومې نظامي ډلې سره تړاو درلود او نه یې په جګړه کې کوم لاس درلود. د معتبرو رسنیو ترڅنګ، نړیوالو سازمانونو هم تائید کړې چې دغه بریدونو د ملکي خلکو ژوند اخیستی دی.

خو ځینې افراد چې په «مقاومت جبهې» پورې تړلي او د دغه تش په نوم حرکت غړي دي، د بې ګناه مسلمانانو له وینو یې هم سیاسي استفادې ته لار خلاصه کړه او په خورا سپین سترګۍ یې د دغه بریدونو د ستاینې ترڅنګ، یادو نامشروع او جنایتکاره بریدونو ته توجیهات لټول. د پاکستان پوځي رژیم او د دوی استخباراتي مطبوعاتي آدرسونو په ټولنیزو رسنیو کې ادعاوې وکړې چې ګواکې دا بریدونه په هدفمند ډول د دوی د مخالفو وسلوالو پر پټنځایونو او تربیتي مرکزونو ترسره شوي او حتی داسې جعلي لېستونه یې خپاره کړل، چې پکې ادعا شوې وه چې د «ټي‌ټي‌پي» غړي یې په نښه کړي. خو حقیقت دا و چې پر بې ګناه ملکي وګړو او یو مسجد یې بمبارد کړی او ټولو ولیدل چې قربانیان یې وسلوال نه، بلکې عام خلک دي.

د دغسې پېښو پر مهال توقع همدا وي، چې ټول افغانان په متحد ډول د پوځي رژیم د بریدونو په وړاندې مخالف غبرګون وښيي، ویې غندي او تر خپل توان پورې د هېواد د دفاع لپاره ګامونه واخلي، خو د مقاومت جبهې غړي بیا د دې ټولو برعکس د هغه پوځي رژیم ملاتړ کوي، چې د یو ښکاره جنایت مرتکب دی. د مقاومت جبهې او پاکستان ترمنځ دا تړون او د دغه رژیم له ناوړه کړنو دفاع د هغو اطلاعاتو تائید وکړ، چې څه موده وړاندې خپاره شوي وو؛ په یادو اطلاعاتو کې لیکل شوي وو چې د مقاومت جبهې غړي له ایران څخه پاکستان ته ځي او هلته د مېشتېدنې زمینه ورته برابره شوې ده.

حقیقت دا دی چې د افغانستان خلک له دغسې وطن پلورونکو سیاسي جریانونو څخه متنفر دي، دوی د یو باامنه او ثابت نظام تر چتر لاندې د ژوند، ښې راتلونکې او رفاه هیله لري او نه غواړي د هغه سیاسي جریانونو د استخباراتي کمپاینونو وسیلې وګرځي، چې په همدې کمپاینونو د اسلام آباد او پوځ په غېږ کې خپله ځایګاه تضمینوي. د مقاومت جبهې غړي او پلویان باید ځان وپوښتي چې د کوم سیاسي هدف لپاره د بې ګناه خلکو د وینې تویېدنه د پاکستاني پوځ په بمونو روا ګڼي، ستاینه او دفاع ترې کوي او د افغانستان د خلکو په خیر یې ګڼي؟

د مقاومت جبهې د غړو دې دریځ څرګنده کړه چې د ولس پر وینه یې د څو ورځنیو سیاسي ګټو، زاړه تړاو او افغان حکومت په وړاندې د ړانده مخالفت پالنې په پار معامله کړې ده. څوک چې د سیاسي رقابت له امله، پر افغان خاوره د یوه بهرني پوځ برید توجیه کوي، په حقیقت کې د خپل دریځ اخلاقي بنسټونه نړوي، خپله اصلي څېره ولس ته وړاندې کوي او په خپل تاریخ کې د تورې څېرې یوه بله ننګینه پاڼه اضافه کوي.

د مقاومت جبهې غړي باید درک کړي چې د پردیو په لمسون د تبلیغاتي جګړې لنډمهاله شور د تاریخي مسوولیت بار نشي سپکولای. سبا به همدا خاینین د خپلو دریځونو په اړه پوښتل کېږي، چې ولې مو د مسجد پر بمبارد خوښي ښکاره کړه؟ ولې مو د ماشومانو او سپین ږیرو پر وینه معامله وکړه او د پوځي رژیم په ګټه مو سیاسي تحلیل ولیکه؟ ولس حافظه لري، او د ولس حافظه شعارونه نه، بلکې دریځونه ثبتوي. دغه ډلې د سیاسي امتیاز لپاره حقیقت تحریف کړ او بیا همدا تحریف د دوی د باور د سقوط لامل شو.

افغانستان د استخباراتي لوبو له دورانه ستړی شوی دی. نه د ختیځ او نه د لوېدیځ، نه د شمال او نه د جنوب اجنډاوې د دې خاورې درد دوا کولای شي. هر سیاسي جریان چې د بهرني قدرت په سیوري کې خپل موقف پیاوړی کوي، باید پوه شي چې دا سیوری تلپاتي نه وي، خو د ولس کرکه او بې ‌باوري اوږده موده موجود وي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version