د پاکستاني طالبانو غورځنګ په يوه اعلاميه کې وايي: همدا اوس خبر ترلاسه شو چې د سوېلي وزیرستان برمل تحصیل اعظم ورسک سیمه کې یوه چاودنه شوې چې د مولانا اعجاز په ګډون پکې یو شمېر کسان وژل شوي او یوشمېر نور مرګوني ټپیان دي، ياد بريد په ټي‌ ټي پي پورې هېڅ اړه نه لري او د قربانیانو له کورنیو سره ځان په دې غم‌ کې شريک بولو.

د يادونې وړ ده چې پاکستان کې وخت ناوخت پوځ ځينې علما او علمي اشخاص په پټه په نښه کوي او په ښکاره یې پړه د پاکستان طالبانو په غورځنګ اړوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version