د ایران تسنیم خبري اژانس د صهیونیستي رسنیو په حواله خبر ورکړی چې د یو افسر په ګډون د اسرائیلو پنځه کمانډویي پوځیان د «کتائب القسام» ځواکونو له خوا د کمین ښکار شوي او ځای پر ځای وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو څو ورځو کې پر صهیونیستي ځواکونو د حماس غورځنګ د پوځي څانګې کتائب القسام ځواکونو د بریدونو په کچه کې د پام وړ ډېر والی راغلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version