پاکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی، خو دا ګاونډیتوب هېڅکله په دوستۍ، تفاهم او ښېګڼه پای ته ندی رسېدلی، بلکې دا هېواد همېشه د خوځښتونو د جوش او د طرفینو د اخ و ډب سرچینه پاتې شوی دی. لکه څرنګه چې د پاکستان په دولت کې په داخلي کچه هم په دې وروستیو کلونو کې د ثبات او دوام نښې کمرنګه وې، له ګاونډیانو سره یې اړیکې هم همېشه له کړکېچ، بې باورۍ او سیاسي جنجالونو سره مل وې او ډېری وختونه د ورانکارۍ، نا امنۍ او تفرقې ملاتړی پاتې شوی. پرته له دې چې دا حقیقت درک کړي چې خپله بقا یې هم پر یوې نازکې رسۍ ولاړه ده، سیاست او زیاتره پرېکړې یې له بهر څخه د نورو د اجنډاوو له مخې تصویب او عملي کیږي، اصلي رول یې هم پردي لوبغاړي لوبوي.
په هر صورت، د پاکستان بدې سترګې همېشه د افغانستان په لوري پاتې شوې او لکه زهرجن مار، تل یې خپل زهر د خپل ګاونډي په رګونو کې خپاره کړي. دغه هېواد هېڅکله له افغانستان سره د سولې، تفاهم او متقابل احترام پر بنسټ اړیکې نه دي جوړې کړې. نه یې د رښتینې دوستۍ نیت درلوده، نه یې هڅه کړې چې له افغان حکومتونو سره په صداقت عمل وکړي، تر څو د یوه بل مټ او وزر شي، نه یې د نویو لارو پلټنه کړې، بلکې په ګاونډیتوب کې یې د سیمې او سرحد نا امني او ګواښونکي جنجالونه راولاړ کړي دي.
په اوسني پړاو کې چې د افغانستان اسلامي امارت له څلورو کلونو راهیسې واک ته رسېدلی او د پخواني جمهوریت مشران له هېواد څخه تښتېدلي، پاکستان په دې حساسه مرحله کې هم د یوې غیر مسؤلانه او ناسمې پرېکړه له مخې د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ کړی او په ښکاره یې ترشا ولاړ دي.
دغه ګام نه یواځې د سیمې پر سیاسي معادلاتو منفي اغېز کولی او د اختلافاتو اور بلولی شي، بلکې د پاکستان دننه اوسنی نازک وضعیت نور هم پېچلی کوي. دا پرېکړه کولای شي چې د پاکستان خلک په موافق او مخالف سره ووېشي او د دې هېواد له وړاندې کمزوري سیاسي بنسټونه لا نور هم لړزولي شي.
بل لوري ته د پاکستان دننه سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت له ستونزو سره مخ دی. ولس یې په څو برخو وېشل شوی او د حکومت پر ضد د بېلابېلو ډلو پاڅونونه ورځ تر بلې پراخېږي. په داسې شرایطو کې مناسبه نه وه چې پاکستان دې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وکړي، مخالف لوري راوپاروي او خپل ځان نور هم بدنام کړي. دا کار آن د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم خام، غیرمسؤلانه او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه بللې ده.
حتی د پاکستان یو شمېر سیاسي شنونکي هم دا پرېکړه ناسمه بولي او وایي چې د اور لمبو ته پوکي وهل دي؛ ځکه دا چاره افغانستان او هند ته د یووالي زمینه برابروي، چې کیدای شي دواړه د پاکستان پر وړاندې یو ګډ دریځ خپل کړي او له دې لارې پر پاکستان فشار نور هم زیات شي. دغه پرېکړه کولای شي چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ مشترکات نور هم پیاوړې کړي. ځکه د هند او پاکستان ترمنځ شخړه اوږده تاریخي مخینه لري. دا دوه هېوادونه که څه هم یو وخت د یوه بدن غړي وو، خو اوس ټوټې، ټوټې شوي دي. په ځانګړې توګه د دواړو ترمنځ د کشمير لانجه یو دوامداره شخړه ده چې وخت نا وخت د نظامي او سیاسي تاوتریخوالي لامل کېږي.
په دې کې هېڅ شک نشته چې پاکستان په سیمه کې د امریکا یوه سوځېدلې مُهره بلل کېږي، چې هر وخت یې امریکا د خپلو ګټو لپاره د فشار د وسیلې په توګه کارولی شي. د افغان مخالفینو ملاتړ هم یواځې د پاکستان خپله پرېکړه نه ده، بلکې دا یو بهرنی امر هم دی، تر څو پر افغانستان فشار زیات او د افغانستان په وړاندې د تحریمونو او سیاسي انزوا فضا لا ژوره شي.
له دې هر څه سره، سره باید ومنو چې پاکستان یو خپلواک هېواد دی، حکومت لري او د افغانستان په څېر د استقلال په حساسو مراحلو کې نه دی، کولی شي په اسانۍ سره سیاسي پرېکړې وکړي او کله له فشار کار واخلي. همدا وضعیت پاکستان ته په سیاسي ډګر کې یو څه برلاسی ورکوي او د دې هېواد تبلیغاتي لمن پراخوي. خو بیا هم په داسې یو مهم پړاو کې چې افغانستان د خپلواکۍ جشن نمانځي، له دې موقعې ناسمه استفاده، د افغانستان پر وړاندې دسیسې جوړول، خنډونه جوړول او طعنې ورکول، نه یوازې غیرعاقلانه کار دی، بلکې داسې ناوړه پایلې به هم له ځان سره ولري، چې د هېچا په ګټه به نه وي.
نو له همدې امله دې افغانستان د مقابل جهت په توګه، د ګاونډي هېواد د دې پرېکړې پر وړاندې، بدیلې لارې او مناسبې حللارې ولټوي او اجازه دې نه ورکوي چې پاکستان د دې سیاسي لوبې ګټونکی شي؛ ځکه دلته د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا مطرح ده او د مخالفینو ملاتړ د افغانستان د ملت او حکومت پر وړاندې د سنګر نیولو په معنی دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.