د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ (چهارشنبه، د چنګاښ ۴مه) د پاکستان له زندانونو ۱۰۴ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت د سپین بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي، چې خوشې شوي کسان په پاکستان کې له یوې تر ۱۰ ورځو بندیان وو، چې د نوم لیکنې او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د سرپرست حکومت په هڅو له بېلابېلو هېوادونو سلګونه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.