د پاکستان د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې  تېره اګست میاشت د ۲۰۱۸م کال له جولای را په دې خوا د دغه هېواد لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

دغه غیرحکومتي مرکز وايي په تېره اګست میاشت کې په بلوچستان ایالت کې ډېرې امنیتي پېښې شوي، خو د نورو میاشتو په پرتله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې امنیتي پېښې یو څه کمې وې.

د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز دغه راز زیاتوي چې د اګست میاشت د پاکستان لپاره سږ کال تر ټولو خونړۍ وه، چې په لړ کې یې ۲۵۴ تنه وژل شوي دي.

د یاد راپور پر بنسټ د وژل شویو کسان لويه برخه د دولت اړوند د ارګانونو خلک جوړوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version