احمد نبیل

له رايې اچونې وروسته د پاکستان سياست اوس د لاسوهنې مرحلې ته داخل شوى، که څه هم په رسنيو کې له خپرېدو وروسته د څو څوکيو پر سر جنجالونه هم راپورته شوي، چې پکې د ټاکنو کمېسيون تېروتنې په پراخه کچه مطرح کېږي. ويل کېږي چې دا هر څه په قصدي توګه تر سره کېږي، ځکه چې د خلکو د رایو له مخې د حکومت د تمې او ارادې خلاف کار روان دی.تر ټاکنو مخکې هم داسې ښکارېده چې هغه څه چې اسټبلشمنټ يې غواړې اولس نفرت ځینې لري، ولې پاکستان ته لا هم د نړۍ قدرتونه مهم دي چې خوشاله يې وساتي او هغه څه وکړي چې د هغوی خوښه وي.ځکه خو هغه طنز ویل کيږي: چې رایې په ۸ فبروري واچول شوې او د “ن” ګوند په ۹ فبروري ډېرې شوې،(مانا د استخباراتو لخوا مرسته ورکول شوه) ځکه څو ځلې پایلي د یوه او بیا د بل کاندید په ګټه اعلان شوې.د پاکستان د تحریک انصاف مخکښ ګوند عمران خان چې په زندان کې دی او اولس ورسره بې کچې مینه لري، له سختو تهدیدونو وروسته هم په ټولټاکنو کې کامیاب ښکاري، د تحریک انصاف ګوند تر اوسه پورې د ملي شورا/اسمبلۍ له ۲۶۶ څوکیو څخه ۹۲ څوکۍ ګټلي دي، چې په مقابل کې يې د مسلم لیګ ن ګوند ۷۹ او پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.له دې سره په ولایتي انتخاباتو، پنجاب او خیبر پښتونخوا کې هم په پراخه توګه د تحریک انصاف ګوند رایې اکثریت دي.خو د تحریک انصاف ګوند دا ځل کاندیدان ټول د آزاد امیدوار په صفت ټاکنو ته کاندیدان وو، ځکه د ده ګوند هم دا ځل غیر قانوني ګڼل شوی و، دا ځل دوی نشي کولی چې حکومت جوړ کړي، دوی به له بل ګوند سره تړون کوي او د هغه ګوند په توسط به خپل لومړی وزیر اعلانوي.او “ن” ګوند کوښښ کوي چې له نورو ګوندونو سره ګډ حکومت جوړ کړي، د پاکستان د قانون له مخې د ګډ حکومت جوړونې لپاره ۱۶۹ څوکیو ته اړتیا ده.دا ځل د ګډ حکومت امکانات هم تر ډېره بریده کم ښکارې ځکه هر ګوند ښه غوښنه برخه غواړي او مسلم لیګ ن چې رايې ډېرې لري د لومړي وزیر او د نورو مهمو وزارتونو سودا نه شي کولای. له دې هر څه سره، د ټاکنو پړاو پای ته رسېدلی، خو اوس پوښتنه داده چې پاکستان کې به اوږدمهاله سیاسي ثبات راشي؟د پاکستان پر وړاندې تر ټولو لوی بحران د اوسني کمزوري اقتصاد او امنیت اداره کول دي، چې عام خلګ يې له بې شمېره ستونزو سره مخ کړي دي.او پاکستان چې د ای ایم ایف لخوا هر کال د سود ټیکس باندې زیاتیږي، سیاسي شخړي عروج ته رسېدلي او امنیت ورځ تر بلې خرابیږي، د دې ستونزو حل سیاسي ثبات، د پالیسۍ دوام او بشپړ سمون غواړي.آیا راتلونکی حکومت به دا هر څه مدیریت کړي؟د دې پوښتنې ځوابونه به راتلونکی حکومت په عمل کې ښکاره کوي، خو له ګاونډیانو سره ښه چلند پر خپلو بهرنیو پالیسیو باندې بیا غور کول او په لویه کې د پوځ له منګولو سیاست لري کول يې لومړي تهدابونه دي.دوهم هغه ګوندونه چې پارلمان ته ځي له خپلو سیاسي ګټو پورته شي او د ټولیزو ملي او بین المللي ستونزو د حل لپاره ګډه تګلاره غوره کړي.په دې سره به د پاکستان راتلونکی هم ښه شي او ګاونډیان به هم د ارام ساه واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version