ليکوال: غلام محمد توانا

شمالي ټلوالې له جوړيدو تر دې دمه په هرو څو کلونو کې حالاتو ته په کتو خپل نوم او شعار بدل کړی، که څه هم د ټلوالې بنياد ايران او روس کېښود، خو د خلپو کټو او نويو بادرانو په لټه کې یې د وخت او هر نوي بدلون سره نوې رابطې جوړي کړې او نوې پروژې یې واخيستې. د ټلوالې د اجيرتوب لپاره دا بسنه کوي چې امریکا لا له افغانستان څخه نه وه وتلې چې شمالي ټلوالې له هغوی مخکې هيواد پرېښود او فرار يې وکړ، ځکه هغوی پوهيدل چې زموږ بقا د بادار سر تړلې او چې بادار ځي نو زموږ پاتې کيدل او بقا د يو لوی سوال او خطر سره مخ ده.ټلواله په افغانستان کې د اسلامي امارت د تېري واکمنۍ پای ته د رسيدو او د امريکا او ناټو د اشغال سره سم په بن کې راټول او غوښتل یې د افغانستان د راتلونکي او د ټلوالې له غړو څخه جوړ يو حکومت رامنځ ته کړي، تر څو خپلې غوښنې برخې لاسته ړاوړي، دغه غونډه که څه هم په ظاهره د افغانستان په اړه وه خو حقيقت دا دی چې د کورنيو جګړو مشهور ټوپکيان او چور کونکي چې د ټلوالې او شوری نظار غړي ول په يو مېز او ښه منظم سره راټول شول، د ټلوالې دغه غونډه ځکه کاميابه شوه چې امريکا ناټو او غربي نړۍ د غلامۍ طوق یې په غاړه کې واچوه او د هغوی اشغال ته ته یې لبيک ووايه.د غلامۍ دغه طوق د ټلوالې اول وار نه و، له داخلي جنګونو بلکې د روس سره د جهاد په دوران کې همدا ټلواله وه چې ډز بندي يې وکړه او روسانو ته د وتلو يوه ښه او خوندي لار یې ورکړه.همدې ټلوالې له روس سر بيره له فرانسې، امريکا، هند پاکستان، انکلستان او او ايران سره داسې اړيکې جوړې کړې چې بنیاد يې د کورنيو جګړو پيل او پايله یې د امريکا او ناټو حلقه به ګوش غلامي شوه.د کورنيو جنګونو کيسو باندې کتابونه ډک دي او لا د کابل ډيری ځایونه د دغه خونړي تاريخ کيسې کوي او لا هم د کابل ډېر مشران د دغه تور او تياره تاريخ يادونه په بې وسه اهونو او تړمو اوښکو کوي.په تېر شل کلن اشغال کې ټلوالې د امريکا انګلستان او …. خوشحالولو لپاره هر هغه څه وکړل چې په وس يې رسېدل او دا خبرې ډېرو اروپايې ليکوالانو او څېړونکو په خپلو کتابونو او مقالو کې په کراتو کراتو کړي.اوس چې هيواد ازاد او اشغال ټغر ټول شوی ټلواله بيا هم کله تاجکستان، کله فرانسه کله…… کې غونډې جوړوي او د افغانستان د ازادۍ چغې وهي، البته د دوی په اند ازادي هغه ده چې دوی یې شل کاله دلته ژوندی تاريخ لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version