د پاکستان پخواني لوړ پوړي پوځي افسر عادل راجا پاکستاني رژيم مشرانو ته په خطاب کې ویلي، چې افغانستان سره دا جګړه به تر کومه وخته روانه وي او په وينا یې، تر کومه به عاصم د خپلو ګټو لپاره د پاکستان ځوانان وژني؟

هغه د خپلو معلوماتو له مخې ويلي، چې په کچلاک کې د غزہ بند پر عمومي مرکز د افغانستان د نن سهار ډرون برید کې ۲۰ پوځیان هلاک او ټپیان شوي او د وسلو او بارودو دوه ډیپوګانې هم ویجاړې شوې دي.

که څه هم د پاکستان پوځ پلوه اکونټونو د یاد بريد پخلی کړی او ادعا یې کړې چې ډرون یې راغورځولې؛ خو هندوکش غږ ته د کره سرچینو څخه رسېدلي معلومات ښيي، چې بريدونه بريالي او د پاکستان پوځي رژیم ته درانه تلفات اوښتي دي.

عادل راجا زياتوي، چې پر دې سربېره په وزیرستان کې هم د پوځ پر کمپ د توغندیز برید خبرونه ورکړل شوي، چې په پایله کې یې پوځیانو ته دروند زيان اوښتی دی.

نوموړی همدا راز وايي، چې روان جنګ د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر د پیسو او د ځوانانو د وینې په بدل کې د خپلې شخصي ګټې لپاره روان کړی دی.

هغه عاصم منير ذهني ناروغ بللی دی او په وينا یې، تر کومه به د پاکستان پوځ قابض وي؟

ځواب پریږدئ

Exit mobile version