د پاکستان پخوانی پوځي افسر عادل راجا بلوچستان کې د بلوڅ ازادي‌غوښتونکو پیل شویو عملیاتو ته په اشارې لیکلي، چې پاکستاني پوځيان به اوس د خپل مشر، عاصم منیر چې ده «عاصم مستري» بللی د بې کفایتۍ پټولو لپاره په بلوچستان کې روان عملیات له افغانستان سره نښلوي او وايي به چې بریدګر له افغانستان سره په دوامداره توګه په تماس کې دي.

نوموړي د پوښتنې په ډول زیاته کړې، چې که داسې کوم شواهد وي، نو دا باید د افغانستان امنیتي ادارو سره شریک شي که ټولنیزو رسنیو کې پرې تبلیغات وشي؟

د پاکستان دې پخواني پوځي افسر ویلي، د بلوڅ ازادي‌غوښتونکو مشر بشیر زېب په بلوچستان کې ناست دی او د پاکستان پوځ د معمول په څېر پر افغانستان د خپلې ناکامۍ پړې اچولو سره د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي.

نوموړی زیاتوي، تېر ځل کله چې په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي برید وشو، ورته تورونه لګول شوي وو، «مګر زما د معلوماتو له مخې، د هغه برید اصلي طراحان هم په پاکستان کې وو.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version