عربي رسنیو راپور ورکړی، چې پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د نن (شنبې) ورځې په بریدونو کې ۳۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې د شهیدانو او ټپیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه بریدونه د غزې پر بېلابېلو سیمو شوي، چې پکې حکومتي ادارې او نور ملکي اهداف په نښه شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، له اوربند وروسته بیا پیل شویو بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۵۰۰ فلسطینیان شهیدان او تر ۱۴۰۰ زیات ژوبل شوي دي.
ورته مهال حماس غورځنګ د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه بریدونو د اوربند ښکاره نقض او صهیونیست رژیم له خوا غزه کې د پیل شوې ټولوژنې دوام ښيي.
