نامعلومه وسله‌والو د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصل‌اباد ښار کې د شهزاد په نوم د پاکستان پوځي رژیم یو عسکر په خپل کور کې وژلی دی.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې بریدګر له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د پاکستان پوځي رژیم چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د دې برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په لویو ښارونو کې د دغه هېواد د پوځي رژیم پر عسکرو هدفي بریدونه زیات شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version