دیارلسمه برخه

د عبدالرشید دوستم او د هغه د ډلې له لوري د ځمکو، دولتي او شخصي ملکیتونو د غصب کچه دومره پراخه ده چې که ژوره پلټنه وشي، د ټولو جزئیاتو راټولول یې په یوه کتاب کې هم نشي را یو ځای کېدلای، په دې دوو دریو برخو مقالو کې خو بیخي ناشونې ده.

د تېري برخې په دوام، د روانې لړۍ په دې برخه کې به هم هغو ځمکو او ملکیتونو ته سر ورښکاره کړو چې د جمهوریت دې دروغجن مارشال، د هغه نږدې کسانو او اجیرانو غصب کړې او د دې بدنام سیاستوال د غلاوو او فساد لېست یې لا ډېر لوی کړی.

په تېرو برخو کې پر یادو شویو مواردو او د وخت د حکومت په بنسټونو کې د فساد پر شتون سربېره، په شمالي ولایتونو لکه سرپل، فاریاب او جوزجان کې د دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند له لوري د ځمکو غصب، له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ زیږدیزو کلونو پورې په لوړه کچه د ولسي جرګې د نظارت کمیسیون له لوري مستند شوی و.

د څار کمیسیون په راپور کې، جنبش ګوند د دولتي او خصوصي ځمکو په پراخ غصب تورن شو چې له ۵۰۰ جریبه څخه ډېرې غیرښاري ځمکې د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو لپاره غصب شوې وې، ترڅو د دوستم د ملېشو لپاره مېشت ځایونه ورباندې جوړ شي؛ هغه ځواکونه چې د دوستم تر قومانده لاندې یې د خپلو ګټو له خوندیتابه او د افغانستان دردېدلي ولس ته له زیان پرته، کومه بله نېکمرغي نه وه راوړې.

یوه بله مهم قضیه د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ زیږدیز کلونو ترمنځ په بلخ او فاریاب کې د دفاع وزارت اړوند ځمکو غصب و. د جنبش ملېشو د یاد وزارت شاوخوا ۹۰ زره جریبه ځمکه غصب کړه وه چې له دې ډلې ۴۰۰ جریبه هغه یې په بلخ کې د دوستم د پلویانو لپاره د ښارګوټي د جوړېدو په موخه ځانګړې شوې وه. د دې ظلم اصلي قربانیان ځایي بزګران او شاوخوا ۲۰۰ بې‌ کوره شوې کورنۍ وې چې له خپلو کورونو شړل شوې وې.

د غصب دا لړۍ وخت ناوخت د جنګ سالارانو تر منځ د وسله‌ والو نښتو لامل هم کېده، په ځانګړي ډول د دوستم او عطامحمد نور تر منځ چې د دواړو سیوري د هېواد پر شمالي سیمو خپور و. له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۹ زیږدیز کال پورې څو ځلې د عطا محمد نور د کسانو او د دوستم د نږدې ملګري نظام‌ الدین قیصاري تر منځ د ۳۹۰ جریبه ځمکې پر سر بېلابېلي جګړې وشوې.

دغه نښتې نه یوازې دواړو لورو د تلفاتو اوښتو لامل شوې، بلکې بې‌ ګناه خلکو ته یې هم درانه زیانونه واړول، ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان شول، په سلګونو هغه کورنۍ بې‌ ځایه او بې‌ سرپناه پاتې شوې چې په دې جګړو کې یې هېڅ رول نه درلوده؛ خو د زور او قدرت د سیالیو قربانیان دې ته اړ شول چې د خپل امنیت او ژوند د خوندي کولو لپاره نورو ښارونو ته کډوال شي.

په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د جنبش د ځواکونو په نوم د دوستم د اجیرو ملېشو یوې بلې ډلې د طالبانو پر وړاندې د جګړې په پلمه، د جوزجان او د فاریاب د غورماچ ولسوالۍ په بیلابېلو سیمو کې کرنیزې ځمکې د پوځي مرکزونو د جوړېدو لپاره غصب کړې او بزګران یې له خپلو ځمکو په زور وشړل. د دې غصب په پایله کې له ۳۰ ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې.

د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمیسیون د ۲۰۲۳ز کال په راپور کې د عبدالرشید دوستم نوم د هېواد د عامه شتمنیو د غاصبانو په لومړي سر کې راووست. په راپور کې راغلي چې د دولتي او شخصي ځمکو د غصب په لسګونو قضیې د دوستم په مستقیم امر او د جنبش د غړو له لوري ترسره شوې دي.

په پایله کې ویلای شو چې د دوستم او د هغه د کسانو له‌ لوري، د ځمکو غصب په تېرو دوو لسیزو کې د دوستم د فساد توره څهره بربنډوي. هغه څوک چې یو وخت یې ځان «د شمال د خلکو مدافع» باله، نن د زور، قدرت‌ طلبۍ او د عامه شتمنیو د لوټ سمبول ګرځېدلی دی.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version