د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ایالت کې د هوا د سختې ککړتیا له امله ښوونځي رخصت شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې ټاکل شوې، چې زده کوونکو ته به د روانې نومبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې انلاین زده کړې ورکړل شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان په ځینو ښارونو کې هوا په بې ساري ډول ککړه شوې ده.

د پنجاب ایالت یوې لوړ پوړې چارواکې، مریم اورنګزیب، په لاهور کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د هوا د ککړتیا او کیفیت د خرابۍ له امله حکومت پرېکړه کړې چې د متوسطه او لېسو ټولګي رخصت کړي.

د یادولو وړ ده چې د دې ککړې هوا اصلي لاملونه د بې کیفیته ډیزلو کارول او د ژمي په موسم کې د لرګیو او بوټو سوځول ګڼل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version